د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی انقلاب د برياليتوب دوه ديرشمې كليزې په مناسبت په ټولې نړۍ كې د ايران د كونسل خانو لخوا ډؤل ډول او رنګا رنګ پرواګرامونه تر سره شو په دې مناسبت د سری لنكا په پلازمينې كولمبو كې د ايران كونسل خانې لخوا يو كلتوری نندارتون لګيدلې دی.
د اسلامی كلتور او روابطو ارګنايزيشن د راپور پر اساس ددې نندارتون په افتتاحی مراسمو كې د سری لنكا كلتور وزير، د پارلمان مسلمان غړې او د مذهبې چارو مشير ښاغلی رانسكا او د اسلامی جمهوری ايران سفير ښاغلی رحيمې ګرجې سره سره ډيرو نورو سياسی او كلتوری شخصيتونو ګډؤن وكړ.
745942