IQNA

په كربلا كښې د رسالت دپسرلی په نامه دينی او كلتوری فسټيول جوړیږی.

0:14 - February 16, 2011
د خبر لمبر: 2081720
بين المللی ډله:د حضرت محمد مصطفی(ص) د نيكمرغه ميلاد د رارسيدو په مناسبت د ربيع الرساله يعنی د رسالت د پسرلی په نامه كلنۍ پنځم فرهنګی او دينی فيسټيول د كب يا حوت د مياشتې له ٢ نه ٤ نیټې پورې د كربلا په سپیڅلی ښار كښې تر سره كیږی.
د الكوثر د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه فسټيول به د امام حسين (ع) او د حضرت ابوافضل(ع) د مقدسو حرمونو د كمیټو په همت او (د اسلام ګران قدره پيغمبر،يو كامل او ددوستۍ پيغام راوړنكی انسان) په شعار سره په كربلا ښار كښې تر سره شی.
ددغه فيسټيول د جوړونكې كمیټې غړی علی الصفار په دې هكله ووئيل: د ربيع الرساله پنځم فرهنګی جشن د بشريت د عالم د هدايتونكی حضرت محمد مصطفی (ص) او د تشيع مذهب د بنسټ ایښودونكی حضرت امام جعفر صادق (ع) د ميلاد د رارسيدو په مناسبت په كربلامعلی كښې تر سره كیږی.
748098
captcha