IQNA

17:09 - February 16, 2011
د خبر لمبر: 2082206

ايت الله خامنه ای: ټول دباونه او تبليغات د دې لپاره دی چې د ايران د ملت ستر خوځښت ‏بند كړی ‏

سياسی او ټولنيزه ډله: د اسلامی انقلاب ستر مشر په اسلامی نړۍ كې اسلامی ویښتيا، په ‏تيرو ۳۳ كلونو كې دايران د ستر ملت د مقاومت خوږه نتيجه وببله.‏

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت آيت الله العظمی خامنه ‏ای نن د آذربايجان ولايت د يو شمير خلكو په كتنې په سيمې كې مشهود اوسنۍ اسلامی ‏ویښتيا د ايران دملت د ايمانی خوځښت او كلكې ارادی تر اغيز لاندې وبلله.‏
حضرت آيت الله العظمی خامنه ای ټينګاروكړ، د مصر مهمه فضا د اسلامی ویښتيا له ‏خوځښت اود كلونو په اږدو كې د د مصر د ستر تمدن لرونكی تمدن او پوه ملت د سپكاوۍ ‏له كبله ده.‏
هغوی د ۱۳۵۶ كال كې د تبريز د خلكو د تاريخی پاڅون دكليزې په درشل كې په دې كتنې ‏كې دايران داسلامی ا نقلاب مهمه ځانګړنه، دملتونو لپاره بيلګه كيدل وبلل.‏
حضرت آيت الله العظمی خامنه ای وويل، په ايران د ډول ډول دباوونو اصلی علت، د ‏اسلامی انقلاب له پيله تر اوسه پورې، د ايران دملت د سترخوځښت دبيلګه كيدل مخنيوی ‏دی.‏
هغوی، د ايران په خلاف اقتصادی بنديزونه، د وچتو علمی پوهانو ترور او دبشری حقوقو ‏په زمينې كې تورونه او ادعاګانې يادې كړې، او ټينګار وكړ،ټول دباونه او تبليغات ددې ‏لپاره دی چې دايران د ملت ستر خوځښت بند كړی او له اسلامی ا يرانه د نړۍ او دسيمې ‏دعمومی افكارو د ګرځيدا سبب شی، خو د سلطه ګرو دغوښتنو په اپوټه،اسلامی ايران ورځ ‏په ورځ پياوړی او پرمختللی كیږی.‏
‏749746‏
captcha