د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت آيت الله العظمی خامنه ای نن د آذربايجان ولايت د يو شمير خلكو په كتنې په سيمې كې مشهود اوسنۍ اسلامی ویښتيا د ايران دملت د ايمانی خوځښت او كلكې ارادی تر اغيز لاندې وبلله.
حضرت آيت الله العظمی خامنه ای ټينګاروكړ، د مصر مهمه فضا د اسلامی ویښتيا له خوځښت اود كلونو په اږدو كې د د مصر د ستر تمدن لرونكی تمدن او پوه ملت د سپكاوۍ له كبله ده.
هغوی د ۱۳۵۶ كال كې د تبريز د خلكو د تاريخی پاڅون دكليزې په درشل كې په دې كتنې كې دايران داسلامی ا نقلاب مهمه ځانګړنه، دملتونو لپاره بيلګه كيدل وبلل.
حضرت آيت الله العظمی خامنه ای وويل، په ايران د ډول ډول دباوونو اصلی علت، د اسلامی انقلاب له پيله تر اوسه پورې، د ايران دملت د سترخوځښت دبيلګه كيدل مخنيوی دی.
هغوی، د ايران په خلاف اقتصادی بنديزونه، د وچتو علمی پوهانو ترور او دبشری حقوقو په زمينې كې تورونه او ادعاګانې يادې كړې، او ټينګار وكړ،ټول دباونه او تبليغات ددې لپاره دی چې دايران د ملت ستر خوځښت بند كړی او له اسلامی ا يرانه د نړۍ او دسيمې دعمومی افكارو د ګرځيدا سبب شی، خو د سلطه ګرو دغوښتنو په اپوټه،اسلامی ايران ورځ په ورځ پياوړی او پرمختللی كیږی.
749746