IQNA

د كينیډا په «بريتيش كلمبيا» ولايت كښې د قرآن كريم مقابله تر سره كیږی.

14:58 - February 17, 2011
د خبر لمبر: 2082429
بين المللی ډله: د كينډې د مسلمانانو اتحاديه او د اسلامی اطلاعاتو مركز په راتلونكی هجری شمسی كال كښې د قرآنی مقابلو لسمه دوره د كينیډا په «بريتيش كلمبيا» ولايت كښې تر سره كوی.
د«bcmuslims» د اطلاع رسونې د سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه مقابله به د وری د مياشتې په ٢٧ او ٢٨ نیټه او هم د غوی د مياشتې په ٢ نیټه په دوو مرحلو كښې ترسره شی.
د مقابلې په څانګو كښې په مختلفو كچو د قرآن كريم حفظ شامل دی او خلك پكښې په بيلا بيلو عمری ډلو كښې ګډون كوی شی.
د ګډون كولو لپاره د نوم ليكلو وروستۍ مهلت د وری د مياشتې ١٤ نیټه اعلان شوی ده.
د مختلفو برخو ګټونكی كسان به د دغې مقابلې د جوړونكو له خوا ښكلی انعامونه تر لاسه كړی.
749021
captcha