IQNA

18:51 - February 19, 2011
د خبر لمبر: 2083442

په تهران كې د‎ ‎اسلامی وحدت څلورويشتم نړيوال كانفرنس نن پيل شو

سياسی او ټؤلنيزه ډله:د اسلامی وحدت د څلوريشتم نړيوال كانفرنس پرانستونكی دستورې د دنيا د اوه پنځوسو(۵۷) هيوادونو د ‏استازيو په ګډون سره په تهران كښې پيل شو.‏

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی مذهبونو د نږدې كولو د نړيوالې ټولنې عمومی منشی ايت الله ‏محمد علی تسخيری په ټوله دنيا كښې د اسلامی ویښتيا څپې او د افريقا په شمال كښې انقلابی پاڅون ته په اشارې سره چې د مصر او ‏تيونس د طاغوتيانو د تښتيدا سبب شوی دی وويل نوی منیځنی ختیځ چې د امريكا او صهيونيزم دغوښتنې په اپوټه بڼه خپلوی داسلام د ‏دښمانانو خوبونه یې په يوې ويرونكی خپسكې بدل كړی دی.‏
د اسلامی مذهبونو د نږدې كولو د ټولنې عمومی منشی هيله وكړه په نږدې راتلونكی كښې د مسلمانانو عزت او سرلوړۍ د توحيد د ‏كلمې تر بيرغ لاندې تحقق مومی او نړۍ به يوه ورځ ووينی چې د اسيا له ختیځ څخه د افريقا تر شمال او لويدیځ پورې او هر چيرې ‏چې دلا اله الله او محمد رسول الله ويونكی شته وی دمسلمانانو دوحدت او پيوستون كتونكی به و و.‏
د ايران د اسلامی شورا مشر علی لاريجانی هم په خپلې وينا كښې د وحدت نشتون په اسلامی دنيا دلويدیځ دسلطې علت وباله چې ‏دمسلمانانو دپردی توب او د ويده كيدا سبب شوی دی .‏
داسلامی و حدت څلوروريشتم نړيوال كانفرنس دفرورۍ دمياشتې تر يويشتمې نیټې پورې په تهران كښې دوام لری .‏
‏750253‏
captcha