IQNA

په روسيه كښې د اسلامی اقتصاد دريم بين المللی كانفرنس تر سره كيدونكې دی.

11:06 - February 20, 2011
د خبر لمبر: 2083767
بين المللی ډله: (اسلامی اقتصاد او پانګونې) نومې بين المللی كانفرنس د ١٣٩٠ كال د غبرګومی په ٥ او ٦ نیټه د روسیۍ په پلازمينه ماسكو كښې جوړیږی
د Islamicbanking.ru د اطلاع رسونې د سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه كانفرنس به په روسيه كښې د اسلامی اقتصاد د پراختيا په دليل او په نړۍ په تيره بيا په روسيه كښې د اسلامی اقتصاد د ستونزو د څیړلو په موخه د نړۍ له مختلفو سيمو څخه د اسلامی اقتصاد او پانګونې د ډګر د فعالانو او نظر خاوندانو د راغونډولو په هدف سره تر سره شی.
په دغه كانفرنس كښې به له بيلا بيلو هيوادونو نه د سوداګرۍ د څانګې استازی او د اسلامی اقتصاد كارپوهان او سلاكاران د اسلامی-مالی صنعت پرمختګونه او په دې برخه كښې د پانګې د جذبولو لپاره نوی فرصتونه وڅیړی. 750364
captcha