د «kapitalis» د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی پانګونې څلورمه افريقائی غونډه FAFI د مالی اسلامی مشاورې د مركز «Isla Invest» په ګډون سره په تيونس ښار كښې تر سره كیږی.
ددغې غونډې د جوړولو مسئول او د اسلامی-مالی مشاورې د مركز «Isla Invest» مدير په دې اړه په يو لړ ويناوو كښې ووئيل: د اسلامی پانګونې څلورمه غونډه د تيونس د اقتصادی حالت د ښه كولو لپاره د يو زړه توب د اعلانولو په موخه په دغه هيواد كښې تر سره كیږی.
ده همدراز ددغې غونډې د تر سره كولو له لارې د لويدیځې افريقې، مراكش او هم د يو شمېر اروپائی هيوادونو د بانكدارانو، وكيلانو او سلاكارانو د جذبولو په باب هم هيله څرګنده كړه.
750240