IQNA

د اسلامی خوشنويسۍ د زده كړې وركشاپ په پاكستان كښې تر سره شو.

11:05 - February 20, 2011
د خبر لمبر: 2083772
بين المللی ډله: د نبی اكرم حضرت محمد (ص) د مبارك ميلاد په مناسبت د اسلامی خوشنويسۍ وركشاپ د پاكستان د پلازمينې اسلام آباد ښار د ملی هنر په ګيلرۍ كښې تر سره شو.
د پاكستان چاپ «The News» ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د زده كړې دغه وركشاپ د پاكستان د هنر د ملی شورا PNCA او ددغه هيواد د كلتور او ارشاد د وزارت په همكارۍ او د اسلامی خوشنويسۍ د هنر د ابتدائی اصولو د ښوونې په هدف سره د راولپنډۍ او اسلام آباد ښارونو د زده كړې د موسسو د محصلينو په شتون سر ه تر سره شو.

پاكستانی تكړه خطاط او طراح (ايم،ډی،علوی ) په دغه آموزشی وركشاپ كښې د اسلامی خوشنويسۍ ماډرن او دوديز درسونه وړاندې كړل او همداشان ئې د اسلامی خوشنويسۍ د تكنيكونو، بصری مفاهيمو او د هنر د فلسفۍ په باب خبرې وكړې.
750182
captcha