IQNA

11:04 - February 20, 2011
د خبر لمبر: 2083780

د امريكې په ورجينيا ولايت كښې د قرآن كريم د حفظ مقابلې تر سره كيدونكی دی.

بين المللی ډله: د قرآن كريم د حفظ د مقابلو شپږمه دوره به د كب د مياشتې به ٢١ د امريكې د ورجينيا ولايت په ريچمونډ ښار كښې د ورجينيا په اسلامی مركز (cvqc) كښې تر سره شی.

د ورجينيا د اسلامی مركز د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه مقابلې به د قرآن كريم قرائت او حفظ ته د مسلمانانو د هڅولو او د ماشومانو او لويانو په دواړو ډلو كښې د قرآنی مفاهيمو د رواجولو په موخه تر سره شی.
په دغه مقابلو كښې ګډون كونكی به په آيتونو او د تجويد د قواعدو په خيال ساتنې باندې د تسلط د كچې په بنياد د ججانو له خوا د څیړنې وړ ګرځی.
د ګټونكو نومونه به د كب د مياشتې په ٢٨ اعلانیږی او د ورجينيا په اسلامی مركز كښې به په يو لړ مراسمو كښې د هغوی قدرونه كیږی.
750268

captcha