د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت آيت الله العظمی خامنه ای په تهران كې د اسلامی يووالی د ۲۴ نړيوالې غونډې د يو شمير ګډون كوونكو اسلامی متفكرينو سره په كتنې كې جوته كړه، د اوسنی تاريخی وخت د اهميت علت په دې كې دی چې، كه په سمه توګه وپيژندل او هدايت شی، داسلامی نړۍ ستونزې به اولارې كړی، خو كه په سمه توګه پيژندنه یې او ترې سمه ګټه پورته نشی، د اسلامی نړۍ لپاره به د نويو ستونزو زمينه جوړونكی وی.
حضرت آيت الله العظمی خامنه ای په ډګر كې د خلكو ميليونی شتون په اسلامی نړۍ كې بې ساری وباله ، او وې ويل، د اسلامی انقلاب برياليتوب هم د خلكو دميليونی شتون احسانمن دی او دغه ميليونی شتون يواځې په دينی ايمان سره امكان لری.
د رهبرۍ ستر مقام هم دا راز په دې په ټينګار سره چې د ايران بريالۍ تجربه، د ټولو اسلامی هيوادونو لپاره تجربه ده زياته كړه، بايد پام وكړو چې دښمن د مصر د خلكو خوځښت منحرف نكړی، او د مصر د فرعون رژيم پورې اړونده كس په قدرت كې رانه ولی.
حضرت آيت الله العظمی خامنه ای ټينګار وكړ، دښمنان هڅه كوی چې د مصر، تونس او د اسلامی نړۍ د نورو سيمو ولسی خوځښت غير اسلامی وښيی، په داسې حال كې چې ولسی خوځښت په پريكنده توګه اسلامی دی، او بايد پياوړی شی.
حضرت آيت الله العظمی خامنه ای هم دا راز امريكا، د اسلامی نړۍ اصلی ستونزه وبلله، او جوته یې كړه، بايد د اسلامی نړۍ دغه ستونزه اواره او امريكا كمزورې شی.
د انقلاب ستر لارښود له ا سلامی انقلابه وروسته د ايران د پام وړ پرمختګونه، په الهی ژمنې د باور نتيجه وبلله او ټينګار یې وكړ، ايران د اقتصادی كلابندۍ د تر پښولاندې كولو سره ، له ټولو ستونزو سره سره وكړای شوه چې د اټومی انرژۍ په زمينې كې پرمختګ وكړی.
751219