IQNA

20:41 - February 20, 2011
د خبر لمبر: 2084022

د اسلامی ايران ولسمشر د افغانستان ولسمسشر ته د نوروز په جشن كې د ګډون بلنه وركړه

سياسی اوكلتوری ډله: احمدی نژاد د ۱۳۹۰ لمريز كال د نوروز په جشنونو كې د ګډون لپاره چې د نوی كال د وری په اومه او اتمه په تهران كې د فارسی ژبو هيودونو داستازو په ګډون سره ترسره كیږی، دګډون بلنه وركړه.

د ايران دقرانی خبری اژانس ايكنا په ګزارش چې له ايرنان خبری آژانس یې نقلوی، احمدی نژاد د ۱۳۹۰ لمريز كال د نوروز په جشنونو كې د ګډون لپاره چې د نوی كال د وری په اومه او اتمه په تهران كې د فارسی ژبو هيودونو داستازو په ګډون سره ترسره كیږی، دګډون بلنه وركړه.
د احمدی نژاد مرستيالې ميرمن فاطمه بداغی پرون په افغانستان كې له ښاغلی ولسمشر حامد كرزی سره په كتنې كې د سيمې د وروستيو بدلونونو او د افغانستان په پراخيتا كې د ښځو درول په اړه خبرې وكړې .
د ښاغلی احمدی نژاد دبلنې پيغام هم د ميرمن بداغی له لوری ښاغلی كرزی ته وړاندې شو.
ښاغلی حامد كرزی هم د دې بلنې په هركلی سره وويل، ا يران ستر هيواد دی چې زياتې پانګې په تيره بيا ارزښمندې انسانی پانګې لری.
ښاغلی حامد كرزی، ددواړو هيوادونو ګډ كلتور، ادبياتو، تاريخ او ژبنی ګډولو ته په اشارې سره وويل، په تيرو ۳۰ كلونو كې اسلامی ايران ارزښمن خدمتونه ايرانيانو ته كړی دی
751026
captcha