د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، نن د ربيع الاول ۱۷ نیټه چې د رحمت للعالمين سرور كاينات حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه واله وسلم او د هغو د ګران اهل بيت او جعفری مكتب د مشر امام جعفر صادق عليه السلام د زوكړې نيكمرغه ورځ ده، د رحمت او مينې د پيغمبر او د امام معصوم او اهل بيتو مينا وال له ليرې او نږدې د مشهد په سپیڅلی ښار كې د امام رضا عليه السلام په حرم كې راغونډ شوی دی او د امام رضا عليه السلام د سپڅلی قبر په خوا كې په خوشحالی دستورې تر سره كوی او له خدا وند متعاله د حضر ت ولی عصر عجل الله تعالی فرجه د ۍ ظهور د تعجيل دعا ګانې كوی.
همداراز د ايران په پلازمينې تهران كې هم د شاه عبدالعظيم حسنی په حرم كې هم د دې دواړو هستيو د زوكړې چشنونه شورو دی او په خلك په زيات شمير سره پكښې ګډون كوی
همدارنګ د قم سپیڅلی ښار په شمول په درستو ښارونو او كليو كې هم د دغې نيكمرغې ورځې دستو رې تر سره كیږی. وينا وال او د اهل بيتو ذاكرين د رسو ل الله مبارك او د هغه د پاكې كورنۍ په مد حه او ثناء كې وينا او شعرونه وايی .
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د پښتو ژبې له لوری د دغې نيكمرغې ورځی په مناسبت يو ځل بيا مباركی ومنئ.
750849