د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د رهبرۍ ستر مقام حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه واله وسلم او د حضر ت امام جعفر صادق عليه سلام د نيكمرغه زوكړې په مناسبت له يو شمير خلكو، سفيرانو، د اسلامی هيوادونو له استازيو او د ايران له پوځی او نورو مقاماتو سره په كتنه كې خبردارې وركړ چې د سلطې نظام په سيمه كې د خپلو اډو په سا تلو پسې دې او په نتيجه كې دغه هدف ته د رسيدا لپاره خپل ټول توان كاروی.
حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای په سيمه كې د امريكا او نورو سلطه پا لو هد فو نو او هلو ځلو ته اشا ره وكړه او زيا ته یې كړه نن جا لی صيهونيستی رژيم د يوې سر طانی دانې په شان سيمه په افت او ناروغۍ كې راوستی ده .
هغو هم دا راز د سيمې په ځينو هيوادونو كې د ملتو نو غبر ګو ن د استكبا ری قد رتو نو په وسيله د هغو د اوږده سپكا وی نتيجه وبلله او جو ته یې كړه چې په دې زمينې كې د سياسی، علمی، پو هنتو نی او دينی عا لما نو دنده ډيره درنده ده .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای د پوها نو په لار ښو نو د سيمې د خلكو په اړتيا په ټينګا ر سره يادونه وكړه چې دغه لار ښو نه د دې لپاره دې چې ملتو نه اجا زه ورنكړ ی د استكبار نظام د هغو عظيم خوځښتو نه مصادره او غلا كړی، بايد ځير ووسی او خلك د لوړو هدفونو په هدايت كړی.
ښاغلی ايت الله العظمی سيد علی خا منه ای د دې خبر ې په كولو سره چې د نړۍ څه د پا سه يو نيم ميليارډ نفو س مسلما نا ن دی زيا ته كړه دغه ملتو نه د طبعی سر چينو ، امكا ناتو او همدراز مهمو سيمو له نظره د نړۍ په حساسو سيمو كې پراته دی، خو نور په هغو حكومت كوی او د هغو بر خليك ټاكی.
751444