IQNA

احـمدی نژاد: د ليبيا د خلكو وژلې ته په اشارې سره ددغه هيواد له واكمنه وغوښتل چې د خلكو غوښتنو ته دې تسليم ‏شی ‏

21:31 - February 23, 2011
د خبر لمبر: 2085570
سياسی ډله: احمد ی نژاد نن د كابينې له غونډې وروسته دخبريالانو په ټول كې د مسلمانو ملتونو دپاڅونونو او دسيمې د بدلونونو په ‏اړه وويل، نړۍ دستر بدلون په درشل كې ده، البته په ټوله نړۍ كې به دغه بدلونونه رامنځته شی.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، احمد ی نژاد ددې خبې په كولو سره چې دانسانانو ليدتوګې بايد نړيوالې ‏شی زياته كړه، ملتونه د نړيولو روابطو او دعادلانه نظم ته اړتيا لری، چې دټولوحقوق او كرامت تامين او د محرومينو او برخمنو تر ‏منځ واټن ډك او د ملتونو د سپكاوی ټغر ټول كړی.‏
هغه د ليبيا د خلكو وژلې په اړه وويل، څنګه داسې كس پيدا كیږی چې په خپلو خبكلو بمباری وكړی، او وې وژنی.‏
هغه د ځينو چارواكو ته په خطاب كې ددې خبرې په كولو سره چې ملتونو ته اجازه وركړئ، آزادانه خپله خبره وكړی، او له كرامت ‏او احترامه برخمن وی جوته كړه، د داسې بدلون د سترې څپې په تمه يو چې په نړۍ كې ټولې غولونې نابودې كړی.‏
په عين حال كې العربيه تلويزيون ويلی دی چې نن په بنغازی ښار كې ۴ مظاهره كونكی وژل شوی ا و ۳۰نور هم ژوبل شوی دی.‏
همدې چينل همداراز ويلی دی چې د ایټاليا خارجه وزير فرانكو فراتينی ويلی دی چې دليبيا په نښتو كې زر تهه وژل شوی دی.‏
‏752363‏
captcha