د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت د بهرنيو چارو د وزارت ويندويی ښاغلی رامين مهمان پرست نن د افغانستان او امريكا تر مينځ د ستراتيژيك تړون د لاسليكيدا په باب د خپرو شويو خبرونو په هكله وويل دغه تړون د افغانستان او سيمې د سولې ، ثبات ، امنيت او ودې مخالف دی .
د ايران د خارجه وزارت ويندويی په سيمه كښې د امنيت او ثبات د دوام اهميت او په هغو د افغانستان د بدلونونو اغيزو ته په اشارې سره وويل هيله من دی د افغانستان او امريكا تر مينځ د ستراتيژيك تړون د لاسليكولو موضوع د خبر تر حده پاتی شی او د افغانستان حكومت او ملت د خپلی هوښيارۍ د ساتلو تر څنګ په دغه هيواد كښې د بهرنيانو د سلطه ګرو سياستونو د تحقق خنډ شی
751830