IQNA

په صوماليه كې د قرانی سنټر افتتاح وشوه

21:30 - February 23, 2011
د خبر لمبر: 2085580
د قرانی كارونو ډله: د اسلامی خير ښیګړې فاونډيشن لخوا د صوماليه په بوراما ښار كې لومړۍ قرانی مركز د قران پاك د تعليم ‏وركولی كار پيل كړی دی. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له «‏SomaliLandPress‏» ويب پاڼې یې نقلوی چې د صوماليه د ‏اودال په سيمه كې د بوراما ښار كې د اسلامی فلاحی فاونډيشن لخوا جوړ شوی لومړی قرانی سنټرد قران پاك تعليم پيل كړی دی ‏
د قرانی سنټر په افتتاحی پروګرا م ې د تعليم محكمی ستر مشرانو نه علاوه عالمانو پوهاندو او د ژوند مختلفو اړخونو او څانګو ‏كسانو په كې ګډون وكړ ‏
په افتتاحی مراسمو كې د صوماليه ستر مفتی ښاغلی عبدا لله علی جوهر د قران پاك په اهميت رڼا واچوله او د قران پاك د تعليم ‏لپاره د دداسې مركزونو جوړول یې وستايل.‏
د اسلامی فلاحی فاونډيشن مشر ښاغلی صديق محـمود هم وينا وكړه او د فاونډيشن فعاليتونه یې بيان كړل او د نورو قرانی سنټرونو ‏جوړول یې هم اراده څرګنده كړه.‏
‏751846‏
captcha