IQNA

په سوريه كښې د فلسطين د مقاومت په موضوع سره يو هنری نندارتون جوړ شو.

16:15 - February 26, 2011
د خبر لمبر: 2086644
فرهنګی او هنری ډله: د فلسطين د خلكو د مقاومت او ميراث په موضوع سره يو نندارتون د سوریۍ په درعا ښار كښې د فلسطينی ځوانانو په الكرمل نومې ګالرۍ كښې روان دی.
د سوریۍ د رسمی خبری آژانس (سانا) له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د سوریۍ د څانګې د رپورټ له مخې:دغه نندارتون چې د تيرې شورو يا چار شنبې له ورځې( د كب له څلورمې نیټې) نه پيل شوی دی، تر يوې اونۍ پورې دوام لری
د فلسطين يو تجسمی هنرمند«مسعد عبدالرحمن» د درعا په نندارتون كښې ٢٣ هنری بورډونه د فلسطين د مقاومت په موضوع سره نندارې ته ایښی دی. دغه فلسطينی هنر مند څرګنده كړه: تجسمی هنر د فلسطين د مقاومت يوه برخه ده چې ددغه هيواد د آزادۍ په لاره كښې استعمال شوې دی.
753343
captcha