IQNA

هالينډ،د (په اوسنی دور كښې اسلامی هنر) نومی كانفرنس كوربه.

16:45 - February 27, 2011
د خبر لمبر: 2087391
بين المللی ډله: (په اوسنی دور كښې اسلامی هنر) نومې بين المللی كانفرنس د ١٣٩٠ ه.ش.كال د وری د مياشتې په ١٦ نیټه د هالينډپه پلازمينه آمسټرډم ښار كښې جوړيدونكی دی.
د هالينډ د (لیډن) پوهنتون د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه كانفرنس به د (مسيس) فاونډيشن په همت او د هالينډ د (NISIS) پوهنتون د اسلامی مطالعاتو د پوهنځی په ملګرتيا سره د آمسټرډم ښار په (Oude Lutherse Kerk) نومې كليسا كښې تر سره شی.
په دغه كانفرنس كښې به د نړۍ له مختلفو برخو نه راغلی يو شمير د ميوزمونو مسولان، د هنر تاريخ ليكونكی او د فرهنګی سټراټيجيو كارپوهان په اوسنۍ نړۍ كښې د اسلامی هنر څیړنه وكړی.
ددغه بين المللی كانفرنس د تر سره كولو هدف ننيو مخاطبانو ته د اسلامی كلتور او هنر د وړاندې كولو په موخه په هنری ميوزمونو او ګيلرو كښې د ډيرو اغيزمنو لارو چارو ټاكل او بيانول دی.
753675
captcha