IQNA

شپاړلسم پاپ بنديكت، د اسلامی ايران د ولسمشر احـمدی نژاد د ليك ځواب رواستول ‏

20:47 - February 27, 2011
د خبر لمبر: 2087463
سياسی او ټولنيزه ډله: د اسلامی ايران ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد د منی په پيل كې پاپ ته يو ليك استولی ؤ، چې د ولسمشر د ‏مرستيال سيد محمد رضا ميرتاج الدين له لوری شپاړلسم پاپ بنديكت ته وسپارل شو.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، دغه ليك د ايران د ولسمشر د مرستيال سيد محمد رضا ميرتاج الدين له ‏لوری شپاړلسم پاپ بنديكت ته وسپارل شوی ؤ. په دې پسې، د ليك ځواب، په واتيكان كې د دينونو د خبرو اترو د پاپ د شورا د ‏مشر كاردينال تورال له لوری، ايران ته په سفر كې د ايران د ولسمشر مرستيال ته وسپارل شو.‏
پاپ په خپل ليك كې له ښاغلی احمدی نژاده د مننې ترڅنګ، جوته كړه، زما ژوره عقيده دا ده، چې د انسانانو معنوی اړخ ته احترام ‏او درناوې د ټولنيز او عادلانه نظام د تامينولو او د پايدارې سولې د تامينولو لپاره حتمی او يقينی شرط دی.‏
پاپ په ليك كې زياته كړې ده چې د ټولو دينونو پيروان، د سولې لپاره د رول لوبولو او د ګډو ملګرتياوو لپاره ، ځانګړی مسوليت ‏لری نو له دې كبله د دينونو او كلتورونو تر مينځ خبرې اترې، د سولې په لور اساسی لاره ده.‏
ښاغلی احمدی نژاد پاپ ته په خپل ليك كې هم دا راز قرآن شريف د يوه امريكايی پادری د سپكاوی په وړاندې د پاپ د دریځ مننه ‏كړې او له سكولاريسم سره د مقابلې لپاره د ملګرتيا غوښتنه یې كړې وه.‏
‏753850‏
captcha