د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، دغه ليك د ايران د ولسمشر د مرستيال سيد محمد رضا ميرتاج الدين له لوری شپاړلسم پاپ بنديكت ته وسپارل شوی ؤ. په دې پسې، د ليك ځواب، په واتيكان كې د دينونو د خبرو اترو د پاپ د شورا د مشر كاردينال تورال له لوری، ايران ته په سفر كې د ايران د ولسمشر مرستيال ته وسپارل شو.
پاپ په خپل ليك كې له ښاغلی احمدی نژاده د مننې ترڅنګ، جوته كړه، زما ژوره عقيده دا ده، چې د انسانانو معنوی اړخ ته احترام او درناوې د ټولنيز او عادلانه نظام د تامينولو او د پايدارې سولې د تامينولو لپاره حتمی او يقينی شرط دی.
پاپ په ليك كې زياته كړې ده چې د ټولو دينونو پيروان، د سولې لپاره د رول لوبولو او د ګډو ملګرتياوو لپاره ، ځانګړی مسوليت لری نو له دې كبله د دينونو او كلتورونو تر مينځ خبرې اترې، د سولې په لور اساسی لاره ده.
ښاغلی احمدی نژاد پاپ ته په خپل ليك كې هم دا راز قرآن شريف د يوه امريكايی پادری د سپكاوی په وړاندې د پاپ د دریځ مننه كړې او له سكولاريسم سره د مقابلې لپاره د ملګرتيا غوښتنه یې كړې وه.
753850