د The News ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه دوه ورځنی آموزشی وركشاپ د پاكستان د هنر د ملی شورا(PNCA) او ددغه هيواد د كلتور او ارشاد د وزارت په ملګرتيا سره جوړیږی.
د پاكستان تكړه خطاط عظيم اقبال به ددغې څانګې د نويو هنر مندانو او محصلينو له پاره په دغه آموزشی وركشاپ كښې د اسلامی هنر د تاريخ او ددغه هنر د پراختيا د چلن او د زمانې د هنرونو په مينځ كښې په خلكو باندې د هغه د موقعيت د انحصار په هكله ويناوې وكړی.
د عظيم اقبال له نظره خوشنويسی يا خوشخطی يو داسې هنر دی چې د انسانيت له پاره د اسلام جوهر يعنې د سولې، مينې، مهربانۍ او غږملتيا ورونه خلاصوی.
754440