IQNA

د الازهر شيخ د ليبيا واكمن نظام ناجائز وباله.

11:10 - February 28, 2011
د خبر لمبر: 2087745
بين المللی ډله: شيخ الازهر «احمد الطيب» له څو ورځنۍ چپتيا نه وروسته پرون د كب د مياشتې په ٧ نیټه د يوې بيانیۍ په صادرولو سره د ليبيا ډيكټاټوری او ظالم نظام ناجائز وباله او دليبيا د پوځيانو له خوا ئې ددغه هيواد د حاكم د حكم نه منل جائز اعلان كړل.
د محيط د اطلاعاتی سائیټ په نقل د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: شيخ الازهر «احمد الطيب» په دې هكله ووئيل: د ليبيا نظام خپل جائزتوب له لاسه وركړی او ددغه هيواد حكومت بې سره، غاصب او ظالم شوی دی.
«احمد الطيب» ټينګار وكړ: د ليبيا واكمن او ددغه رژيم چارواكو د حكومت د ساتلو له پاره د ولس د وينې په تويولو او د هغوی په حق كښې د بوږنونكو جنايتونو په تر سره كولو سره د ليبيا حكومت په يو بې سره ، سركش او ظالم نظام باندې بدل كړی دی.
شيخ الازهر په دغه بيانيه كښې ټينګار وكړ: الازهر د خپل دينی، ملی او انسانی مسوليت او دندې په حكم د ليبيا له ټولو مسولانو، ددغه هيواد له پوځی افسرانو او نورو ټولو پوځيانو نه غواړی چې ددغه ظالم او ډیګټاټور رژيم په پيروۍ كښې د بې ګناهو خلكو د وينې له تويولو نه ډډه وكړی او كه چيرې په دغه جنايت او ګناه كښې شريك شول نو په دنيا او آخرت كښې به ورسره حساب كتاب كیږی.
754406
captcha