د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر داكټر محموداحمدی نژاد په مينځنی ختیځ كې وروستيو پیښو ته په اشارې سره وويل د سيمې نننيو ديكتاتورانو په هغو وسلو سره چې له امريكا او د هغو له ملګرو ئې اخستی دی خپل ولس وژنی او شرم هم نه لری.
ښاغلی احمدی نژاد نن ماسپښين د ماډرن خوږو صنائعو د كمپليكس په پرانيستونكو دستور كې د دې خبرې په كولو سره چې د ايران حيثيت او مقام له دې ډير لوړ دی چې نن سبا ئې لری وويل د ايران نامه تل په تمدن، عزت، كلتور، توحيد، عدالت او عظمت سره يو ځای دی او د ايران ملت تل د نړۍ په ملی سياسی او كلتوری مديريت كې خاص ځای لری او لومړی رول ئې لوبولی دی.
د ايران ولسمشر روښانه كړه ايران دا ظرفيت لری چې د نړۍ په څو هيوادونو كې وشميرل شی او د نورو هيوادونو لپاره هم بيلګه شی.
755414