IQNA

په بيروت كښې ( له ولسی پاڅونونو څخه د ملاتړ) ناسته تر سره شوه.

15:57 - March 02, 2011
د خبر لمبر: 2089415
سياسی او ټولنيزه ډله: له ولسی پاڅونونو څخه د حمايت پرلت غزونه پرون مازیګر په بيروت كښې د يمن د سفارت مخې ته تر سره شوه.
د lebanonfiles د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه ناسته د يمن له ولس څخه د ملاتړ په موخه پرون په سيمه ايز وخت د مازیګر 5 بجې د بيروت په بئر حسن سيمه كښې د يمن د سفارت مخې ته وشوه.

يو بل رپورټ هم وائی چې د بشری حقوقو نړيوال سازمان او د لبنان د (بشر د خاورې او حقوقو فرزندان) انجمن د كب د مياشتې په نهمه په بيروت كښې د ملګرو ملتو د سازمان د مقر (اسكوا) مخې ته په اسلامی هيوادونو كښې له ولسی پاڅونونو څخه د ملاتړ غونډه جوړه كړه.

په دغه غونډه كښې ګډون كونكو په عربی هيوادونوكښې له اسلامی پاڅونونو څخه خپل حمايت اعلان كړ او په ليبيا، يمن او بحرين كښې ئې د اعتراض كونكو وژله وغندله.
756108
captcha