IQNA

لاريجانی: اسلامی ايران په وياړ سره، د سيمې له انقلابونو ملاتړ كوی ‏

21:35 - March 03, 2011
د خبر لمبر: 2089757
سياسی ډله: د ايران د اسلامی شورا مشر وويل د دغه هيواد د خلكو د ملت مقاومت د پوچ استكباری بو د ‏ماتې لامل شوی دی. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی شورا مشر ډاكټر علی لاريجانی ‏نن د ايران په لويدیځ ايلام ښار كښې د يو زر او دوه سوه سردارانو او شهيدانو د درنښت په دستورو كښې وويل د ايران ‏پياوړی ملت په تيرو ۳۲ كلونو كښې په مقاومت سره د استكباری قدرتونو په تيره بيا د امريكا بد معاشۍ له مينځه وړی ‏دی. ‏
ښاغلی لاريجانی وويل د ايران د ملت استقامت د سلطه ګرو له سلطې د ملسمانو د ملتونو د ژغورنې لپاره د ‏ویښتيا او پاڅون لامل شوی ده او ايران په وياړ سره د سيمې له انقلابونو ملاتړ كوی. ‏
د ايران د اسلامی شورا مشر د مصر په سويز كانال كښې د امريكا د دوو جنګی كشتيو شتون ته اشاره وكړه ‏او ویې ويل د دغوو دوو جنګی كشتيو استول په ليبيا كښې د امريكا له لاسوهنې او له دغه هيواده د ملتونو د كركې له ‏زياتيدا پرته بله ګټه نه لری. ‏
هغه وويل د امريكا سياستونه او اقدامات له دغه هيواده د ملتونو د كركې لامل شوی دی. ‏
لاريجانی وويل د مصر، ليبيا، بحرين او يمن په شمول په زياترو هيوادوو كښې د سيمې د سترو حركتونو ‏سرچينه د ايران د ملت مجاهدانه مقاومت او روده ده.‏
‏756779‏
captcha