IQNA

احمد خاتمی: استكبار دې پوهه شی چې د سيمې انقلابونه د ايران د اسلامی انقلاب دوام دی

20:25 - March 04, 2011
د خبر لمبر: 2089973
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعی لمانځه خطيب امريكا او اروپايی اتحادیې ته خبرداری وركړ د ليبيا انقلابی ولس ‏په خپل هيواد كښې په ټول توان سره د لويدیځ د پوځی لاسوهنې په وړاندې ودریږی. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعی لمانځه خطيب آيت الله احمد ‏خاتمی د ليبيا د خلكو د پاڅون د ملاتړ په پلمه په دغه هيواد كښې د لويدیځ پوځی لاسوهنې احتمال ته په اشارې سره ‏یې وويل انسانيت د ليبرال ډيموكراسۍ په وړاندې كوم ارزښت نلری، ځكه هغوئ هغه مهال د ليبيا د ديكتاتور پر ضد ‏دریځ غوره كړه چې انقلابيان د تيلو په څاګانو سلطه ومونده . ‏
هغه وويل په ليبيا كښې د امريكايی پوځيانو شتون په سيمه كښې په يوه بل ډنډ كښې د هغوئ د نښتلو په معنی ‏دی.‏
د تهران د جمعی لمانځه خطيب د سيمې د ملتونو د پاڅونونو پيغام، له اسلام ضدو، ديكتاتورانو او د لسطې د ‏نظام پورې له پيلو او تالی څټو رژيمونو سره مبارزه وبلله او ویې ويل نن سبا د ديكتاتورانو د زوال وخت دی. ‏
د تهران د جمعی لمانځه خطيب په تونس، مصر، ليبيا، بحرين او يمن كښې پرله پسې غورځنګونه چې د الله ‏اكبرپه شعارونواو د جمعی لمانځه په اداكولو سره پرمخ ځی . بې سارې حركتونه وبلل او زياته یې كړه دغه پاڅونونه ‏په اسلامی ویښتيا كښې جرړه لری . ‏
آيت الله خاتمی همدغه راز ډګر ته د انقلاب ضد كسانو د راوستلو لپاره د نړيوال استكبار هڅو او د سيمې په ‏هيوادونوكښې له ولسی اعتراضونو سره په ايران كښې د بلواوو د يو شان بللو لپاره د نړيوال استكبار هڅو ته اشاره ‏وكړه اویې ويل د استكبار ټوله هڅه داده چې څيره د سيمې مسلمانو ملتونو ته د اسلامی انقلاب بيلګه داغی وښيی ، په ‏داسی حال كښې چې اسلامی ايران د سيمې يو تر ټولو امن او قدرتمن هيواد دی . ‏
د تهران د جمعی لمانځه خطيب د ايران اسلامی جمهوريت ولسی نظام وباله چې په تيرو دريوو لسيزو كښې د ‏خلكو په دوامداره رايو او غوښتنو ولاړ دی او تل د ديكتاتورانو په مقابل كښې ولاړ دی . ‏
هغه ټينګار وكړ استكبار دې پوهه شی چې د سيمې انقلابونه د اسلامی انقلاب دوام دی.‏
‏757476‏
captcha