IQNA

احمدی نژاد: پانګه وال تفكر د نړۍ د ژواك چاپيريال د له مينځه تلو او د ككړتياؤ اصلی علتونه دی

22:32 - March 05, 2011
د خبر لمبر: 2090617
سياسی او ټولنيزه ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد نن په تهران كې د راتلونكی ‏لپاره د تالابونو د نړيوال سيمينار په پرانيستونكو دستورو كې وويل ناپوهی، د معلومو اصولو او مقرراتو نه شتون او ‏سرمايه دار تفكر د نړۍ د ژواك چاپيريال د له مينځه تلو او د ككړتياؤ اصلی علتونه دی. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د دې خبرې په كولو سره چې د پانګوال ګټه ‏غواړی تفكر په ځای داسلامی ليدتوګې دراوستولپاره بايدعمومی هوډ رامينځته شی روښانه كړه ددغې موضوع د پوره ‏كيدالپاره بايد په ملګرو ملتوكې قانون جوړونه اصلاح شی . ‏
د اسلامی ايران ولسمشر محمود احمدی نژاد زياته كړه د ژواك چاپيريال د ساتنې په خاطربايدپه ټولو ‏ښونيزومتنونوكې طبيعيت ته داحترام لپاره د عمومی پوهّونې پراخ پروګرام دټولو هيوادونوپه تعليمی سوئې كې ورځای ‏شی . ‏
ډاكټر محمود احمدی نژاد هم دا راز ټينګار وكړ ملګری ملتونه اوله هغو سره اړونده نوراورګانونه بايددنړۍ ‏دژواك چاپيريال داوسنی وضيعيت د ښه كولو په لټه كې شی ځكه له ژواك چاپيريال سره اړونده ټول عوامل د انسان د ‏ژوند د ودې زمينه ده څوانسان په راحت سره دلوړاوغوره ژوندلاره كچ كړی. ‏
د راتلونكی لپاره د تالابونو دوه ورځنی نړيوال كانفرنس نن د تهران په رامّسر كې د ۵۰ هيوادونو د استاذو په ‏شتون سره پرانيستل شو.‏
‏757432‏
captcha