IQNA

د شيعه عالم دين د نيولو په خلاف په احساء كې شيعه ګان نن د غوسې ورځ لمانځې

22:32 - March 05, 2011
د خبر لمبر: 2090618
نړيواله ډله: د احساء مشهور خطيب او دينی عالم ښاغلی حجۃ الاسلام و المسلمين شيخ توفيق عامر د نيولو ‏په خلاف نن د احساء ښار خلكو د غوسی ورځ د لمانځلو اعلان كړی دی. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د سعودی عرب د امنيتی ځواكونو لخوا د احساء ‏ښار مشهور عالم او خطيب ښاغلی حجۃ الاسلام و المسلمين شيخ توفيق عامر د نيولو په خلاف د احساء ښار ځوانانو ‏نن د غوسې ورځ د تر سره كولو اعلان كړی دی او له خلكو یې غوښتی دی چې د جمعی د لمانځه نه پس احتجاج كولو ‏لپاره د ايمه بقيع جومات مخې ته راټول شی. ‏
د احساء ځوانانو د ښاغلی حجۃ الاسلام و المسلمين شيخ توفيق عامر د جومات مخې ته احتجاج كولو نه سوا ‏په فيس بك كې هم د احتجاج كولو لپاره يو خصؤصی پروګرام جوړ كړی ؤ چې پكښې ګډؤن لپاره له خلكو غوښتنه ‏شوی وه.‏
يادونه كوو چې سعودی عرب امنيتی ځواكونو حجۃ الاسلام و المسلمين شيخ توفيق عامر په دې وجه نيولی دی ‏چې هغه په سعودی عرب كې بادشاهی نظام او حكومت او د مذهبی توپير له خلاف غږ پورته كړی ؤ.‏‎ ‎
‏757505‏
captcha