IQNA

د فلسطين د دينی چارو وزارت د مسجدالاقصی د اطرافو د ودانيو ويجاړول وغندل.

14:11 - March 07, 2011
د خبر لمبر: 2091852
بين المللی ډله: د فلسطين د دينی چارو وزارت د صهيونيسټ غاصب رژيم له خوا د مسجدالاقصی په جنوبی برخه كښې د امويانو په وختونو پورې د اړوندو يو شمير ماڼيو ويجاړيدل وغندل.
د «Palestine Info» د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: صهيونيسټی عاصب رژيم د قدس ښار نه د يو يهودی ښار د جوړولو په موخه د مسجدالاقصی په خوا وشا كښې د خپلو ودانيو د جوړولو په پراختيا سره د هغه د اسلامی آثارو او جوړښتونو په ويجاړولو لاس پورې كړی دی.
د فلسطين د دينی چارو د وزارت قدس نومې كمیټې اعلان وكړ : صهيونيسټ نيواكګر رژيم د مسجدالقصی په جنوب كښې د امويانو د وختو د ماڼيو په ويجاړولو سره اراده لری چې دغه ځائې د تلموديك په نامه د يهوديانو په ځانګړی پارك باندې بدل كړی او هغه د ځمكې لاندې يو ټنل په ذريعه د قدس د سيلوان سيمې سره يو ځائې كړی.
758690
captcha