بين المللی ډله: د سپټمبر د ١١ له پیښې نه پس او بيا له هغې وروسته د اسلام پر خلاف تبليغات او د ترهګرې سره ددغه دين د تړلو لپاره كوششونو، د لويدیځو هيوادونو د ښاريزو تر مينځ د تجسس د حس او ددغه دين په هكله د تحقيق يوه څپه رامينځته كړه چې د هغې انعكاس په لويدیځو ټولنو كښې اسلام ته مخ په زياتيدونكې ګروهنه ده.
د اسلامی وحدت په ٢٤ بين المللی كانفرنس كښې موجود المانی انديشمن مهمند خورشيد د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په خبرو كښې په لويدیځو ټولنوكښې له اسلام څخه د ويرونې د څپې پراختيا ته اشاره وكړه او وئې وئيل: د اسلام پر خلاف د تبليغاتو نتيجه د اسلام په اړه د آګاهۍ او پوهې زياتيدل او د هغې له امله دغه آسمانی دين ته د ګروهنې زياتوالی دی.
د «مونستر» ښار د «ويلهلم» پوهنتون استاذ د اسلامی وحدت د خبرو اترو د غونډو د تر سره كولو په هكله ووئيل: خبرې اترې په كار دی په يو ټاكلی چوكاټ كښې وشی او ژور او جدی بحثونه پكښې وڅیړل شی، ځكه نو ښه به دا وی چې له تعصب او د يوې خوا د پره كولو نه ډډه وشی ، دويم ټكی دا دی چې دا ډول خبرې اترې يوازې د اسلامی نړۍ د علماو او پوهانو په كچه نه دی تر سره كول په كار، بلكې په كار دی د ځوانانو او محصلينو تر مينځ هم په جوماتونو، د جمعې په لمانځه، ښونځيو او پوهنتونونو او حتی په عمومو ټولنوكښې هم تعقيب شی.
758584