IQNA

احمدی نژاد: قذافی دې د خلكو غوښتنو ته تسليم شی

11:13 - March 09, 2011
د خبر لمبر: 2093016
سياسی ډله: ښاغلی احمد ی نژاد نن د كابينې له غونډې وروسته د خبريالانو په ټول كې د مسلمانو ملتونو د ‏پاڅونونو او د سيمې د بدلونونو په اړه وويل، نړۍ د ستر بدلون په درشل كې ده، البته په ټوله نړۍ كې به دغه بدلونونه ‏رامنځته شی.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، هغه ددې خبې په كولو سره چې دانسانانو ليدتوګې ‏بايد نړيوالې شی زياته كړه، ملتونه د نړيولو روابطو او دعادلانه نظم ته اړتيا لری، چې دټولوحقوق او كرامت تامين او د ‏محرومينو او برخمنو تر منځ واټن ډك او د ملتونو د سپكاوی ټغر ټول كړی.‏
ښاغلی احمد ی نژاد د ليبيا د خلكو وژلې په اړه وويل، څنګه داسې كس پيدا كیږی چې په خپلو خبكلو بمباری ‏وكړی، او وې وژنی.‏
هغه د ځينو چارواكو ته په خطاب كې ددې خبرې په كولو سره چې ملتونو ته اجازه وركړئ، آزادانه خپله خبره ‏وكړی، او له كرامت او احترامه برخمن وی جوته كړه، د داسې بدلون د سترې څپې په تمه يو چې په نړۍ كې ټولې ‏غولونې نابودې كړی.‏
په عين حال كې العربيه تلويزيون ويلی دی چې نن په بنغازی ښار كې ۴ مظاهره كونكی وژل شوی ا و ۳۰نور ‏هم ژوبل شوی دی.‏
همدې چينل همداراز ويلی دی چې د ایټاليا خارجه وزير فرانكو فراتينی ويلی دی چې دليبيا په نښتو كې زر تهه ‏وژل شوی دی.‏
‏760298‏
captcha