د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، هغه ددې خبې په كولو سره چې دانسانانو ليدتوګې بايد نړيوالې شی زياته كړه، ملتونه د نړيولو روابطو او دعادلانه نظم ته اړتيا لری، چې دټولوحقوق او كرامت تامين او د محرومينو او برخمنو تر منځ واټن ډك او د ملتونو د سپكاوی ټغر ټول كړی.
ښاغلی احمد ی نژاد د ليبيا د خلكو وژلې په اړه وويل، څنګه داسې كس پيدا كیږی چې په خپلو خبكلو بمباری وكړی، او وې وژنی.
هغه د ځينو چارواكو ته په خطاب كې ددې خبرې په كولو سره چې ملتونو ته اجازه وركړئ، آزادانه خپله خبره وكړی، او له كرامت او احترامه برخمن وی جوته كړه، د داسې بدلون د سترې څپې په تمه يو چې په نړۍ كې ټولې غولونې نابودې كړی.
په عين حال كې العربيه تلويزيون ويلی دی چې نن په بنغازی ښار كې ۴ مظاهره كونكی وژل شوی ا و ۳۰نور هم ژوبل شوی دی.
همدې چينل همداراز ويلی دی چې د ایټاليا خارجه وزير فرانكو فراتينی ويلی دی چې دليبيا په نښتو كې زر تهه وژل شوی دی.
760298