IQNA

په مكه مكرمه كښې د وسله والو ځواكونو د قرآن د حفظ د مقابلو شپږمه دوره تر سره كیږی.

14:04 - March 09, 2011
د خبر لمبر: 2093193
بين المللی ډله: د وسله والو ځواكونو له پاره د قرآن كريم د حفظ د بين المللی مقابلو شپږمه دوره به د كب په ٢٠ د جمعې په ورځ په مكه مكرمه كښې پيل شی.
د عربستان د حج د وزارت د اطلاع رسونې د سائیټ (Haj Information) له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه نړيواله مقابله باندې د څارنې دنده د عربستان د دفاع وزارت او وليعهد سلطان بن عبدالعزيز په غاړه لری.
د عربستان د وسله والو ځواكونو د دينی چارو د سازمان عمومی منشی عبدالله بن صالح بن عبدالحميد آل الشيخ په دې هكله ووئيل: په دغه مقابلو كښې به له ٢٠ عربی او نورو اسلامی هيوادونه څخه تقريبا ٩٠ حافظان ګډون وكړی او په مختلفو څانګو كښې به له يو بل سره مقابلې وكړی.
د وسله والو ځواكونو د قرآن كريم د حفظ د نړيوالو مقابلو وړومبۍ دوره په ٢٠٠١ كال كښې په عربستان كښې تر سره شوې وه.
760007
captcha