IQNA

16:21 - March 11, 2011
د خبر لمبر: 2093784

د ايران د كورنيو چارو وزير د افغانستان د شيعه علماؤ كونسل مشر سره وكتل

سياسی ډله: د ايران د كورنيو چارو وزير د افغانستان د شيعه علماؤ كونسل مشر ايت الله اصف محسنی سره په كتنې كې وويل د ‏امريكا د نظر وړ مينځنی ختیځ داسی ماشوم دی چې مړ وزیږيد.‏ ‏

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د كورنيو چارو وزير ښاغلی محمد نجار پرون د ‏افغانستان د ‏شيعه علماو د شورا له مشر ايت الله اصف محسنی سره په كتنې كښې د مصر او تيونس په شمول په اسلامی هيوادونو ‏كښې په ولسی ‏پاڅونونو او په نړيوالو بدلونونو غور سره د افغانستان او ايران د اړيكو په پراختيا او پياوړتيا ټينګار وكړ.‏ ‏
هغه په دې خبرې سره چې ايران تل د افغانستان د ملت او حكومت په څنګ كښې وو او دی وويل د ايران په ‏پوهنتونونو كښې د ‏افغانستان دولس زره (۱۲۰۰۰)محصيلينو زده كړی دی چې دغه موضوع د افغانستان د انسانی پراختيا په لوړتيا ‏كښې زيات اهميت ‏لری.‏ ‏
د ايران د كورنيو چارو وزير ښاغلی محمد نجار په دې خبرې سره چې حاضردمه هم د ايران په پوهنتونونو كښې د افغانستان څلور ‏زره محصيلين زده كړه ‏كوی وويل د افغانستان پنځوس زره(۵۰۰۰۰)غير قانونی محصيلين او زده كونكی هم د ايران د اسلامی ‏جمهوريت د ولسمشر په حكم ‏په مدرسو كښې جذب شوی دی.‏ ‏
همدا رنګ د ايران د كورنيو چارو وزير ښاغلی محمد نجار د افغانستان ولسمشر سره هم وليدل
د افغانستان د شيعه علماو د شورا مشر ايت الله اصف محسنی هم له افغانستان سره د ايران د اسلامی جمهوريت د مرستو په قدرونې ‏‏سره د دواړو ګاونډيو هيوادونو د هراړخيزه ملګرتياو په پراختيا ټينګار وكړ.‏
د افغانستان ولسمشر له افغانانو سره د ايران مرستې وستايلې او ویې ويل دغه مرستې په دغه هيواد كښې د امنيت او ثبات لامل شوی ‏دی . ‏
د افغانستان ولسمشر حامدكرزی نن ماښام په كابل كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د كورنيو چارو له وزيرسره په كتنه كښې وويل ‏په ايران كښې به د نوروز په ميله كښې ګډون وكړی او افغانان به د ايران مرستې هیڅكله هم هيرې نكړی . ‏
هغه په افغانستان كښې د بهرنيو عسكرو شتون ته اشاره وكړه اویې ويل افغانستان بايد په خپله د افغانانو په لاس جوړ شی او كابل د ‏بهرنيو عسكرو له شتون سره مخالف دی او افغانستان خپلو ګاونډيانو ته دا ډاډ وركوی چې په دغه هيواد كښې به داسی كوم كار ونه ‏شی چې د ګاونډيانو د اندیښنې لامل شی . ‏
د ايران د كورنيو چارو وزير هم په دغه كتنه كښې د تهران او كابل اړيكې ښې وبللی او ویې ويل د ايران او افغانستان اوږدې پولې د ‏ګډو ملګرتياوو د پراختيا لپاره ښه زمينه ده .‏
هغه په افغانستان كښې د بهرنيو عسكرو لخوا د ملكيانو وژلې ته اشاره وكړه او ویې ويل بهرنی عسكر په سيمه كښې منفی رول لری ‏چې دغه شتون د نا امنيو د پراختيا او نشه ايزو توكو د څلویښت سلنې د زياتيدا لامل شوی دی . ‏
‏760861‏
captcha