IQNA

په قطر كښې د ماشومانو د قرآن په بين المللی مقابلو كښې د ٤٦ هيوادونو ګډون.

14:12 - March 13, 2011
د خبر لمبر: 2094935
بين المللی ډله: د ماشومانو د الجزيره چينل اجرائی مدير محمود بوناب په قطر كښې د ماشومانو د قرآن په بين المللی مقابلو كښې د ٤٦ هيوادونو له ٩ نه تر ١٢ كالو پورې د ٢٤٢٥ ماشومانو د ګډون خبر وركړ
د اسلام آنلائن د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: له ٩ نه تر ١٢ كالو پورې ماشومانو د قرآن كريم د تلاوت د نړيوالو مقابلو د برنامو جزئيات چې د الجزيره د سټيلائیټ چينل په همت او د قطر د اسلامی چارو او د اوقاف د وزير په ملګرتيا تر سره كیږی، تشريح شول.
د الجزيره چينل د ماشومانو د څانګې اجرائی مدير محمود بوناب په دې هكله ووئيل: په دغه قرآنی مقابله كښې د نړۍ د مختلفو براعظمونو د ٤٦ هيوادونو له ٩ نه تر ١٢ كالو پورې ٢٤٢٥ ماشومان ګډون كوی چې د قرآن كريم د تلاوت او تجويد په برخو كښې به سيالی وكړی.
ددغو مقابلو په اختتاميه مراسمو كښې به كوم چې به د راتلونكې روژې د مباركې مياشتې په ٢٧ نیټه تر سره شی، له ګډون كونكو څخه څلور كسان د دغو مقابلو د ګټونكو په توګه معرفی شی.
762104
captcha