IQNA

20:23 - March 13, 2011
د خبر لمبر: 2095113

په قطر كې تر سره كيدونكی قرانی مقابلو كې د 46 هيوادونو ماشومان ګډون كوی‏

نړيواله ډله: په قطر كې تر سره كيدونكی د ماشومانو قرانی مقابلو كې د 46 هيوادونو ماشومان او هلكان ګډون كوی. ‏

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبر رسوونكی ادارې "‏Islam Online‏" یې نقلوی چې دا ‏قرانی مقابلی د قطر د اوقافو د وزارت په همكارۍ سره تر سره كیږی او په دې كې له نهو تر دولسو كلونو ماشومان بچې شركت ‏كوی. ‏
د قطر د اوقافو وزير ښاغلی غيث بن المبارك الكواری په خبرې ناستې كې ددې مقابلو د جزيياتو په هكله خبرې وكړی د مقابلو د تر ‏سره كوونكی كمیټۍ مشر ښاغلی محمود بوناب ويلی دی چې له 46 هيوادونو نږدې 2425 ماشومان برخه اخلی ‏
هغه زياته كړه چې د دې مقابلو د تره سره كولو مقصد په ماشومانو كې د قرانی تعليماتو خپرول دی.د فيصله كوونكو كمیټۍ اعلان ‏به بيا كیږی.‏
‏762104‏
captcha