IQNA

ليبيا ته د مرسته رسونې په لازموالی باندې د اسلامی كانفرنس ټينګار.

11:20 - March 14, 2011
د خبر لمبر: 2095150
بين المللی ډله: د اسلامی كانفرنس د سازمان عمومی منشی اكمل الدين احسان اوغلو ددغه سازمان د دائمو استازيو په غونډه كښې چې په جده كښې د ليبيا حالاتو ته د رسيدګۍ په موخه تر سره شوه، ليبيا ته د مرسته رسونې د برنامې په اجرا كيدو باندې ټينګار وكړ.
د «OIC» د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: احسان اوغلو په ليبيا كښې رامينځته شوی انسانی كړكيچ ته په اشارې سره ووئيل: په حاضر حال كښې حتی بشر دوستانه بين المللی سازمانونه هم ليبيا ته د ننوتو اجازه نه لری.
دوی په دې بيان سره چې د بشر دوستانه بين المللی سازمانونو د لاس رسۍ ممنوعيت د بين المللی قوانينو نقضول دی، د اسلامی كانفرنس د سازمان په ملاتړ سره د اسلامی مرسته رسونې او د انسان دوستانه برنامو د پيلولو او د ليبيا د داخلی سيمو او د تيونس، مصر او نائجيريا سره ددغه هيواد د سرحدی سيمو حالاتو ته د رسيدګۍ له پاره د يوې غونډې د جوړولو غوښتونكی شو.
762737
captcha