د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تاجكستان او افغانستان فارسی ژبې هيوادونو لوړ رتبه استازی به د روان كال د نوروز اختر په جشن كښې ګډون وكړی چې د ايران په جنوب كښې د فارس ولايت په مركز شيراز كښې ترسره كیږی.
په دغه جشن كښې به چې د روان ميلادی كال د مارچ د مياشتې له ۲۶ تر اتو ويشتمې نیټې پورې جوړیږی د تركمنستان، اذربايجان جمهوريت ، قيرغيزستان ، عراق ، البانيا او تركیې په شمول د نورو هيوادونو استازی هم ګډون ولری .
دملګروملتونو عمومی ټولنې دتير ميلادی كال دفرورۍ دمياشتې په ۲۳ نیټه ديوه پريكړه ليك په تصويبولو سره نوروز ديوې نړيوالې پیښې په توګه په رسميت وپيژند .
دنوروز اختر جشن ددنيا په څه دپاسه لسو هيوادونو كښې په رسمی او دنړۍ په څلویښتو هيوادونو كښې په نيمه رسمی توګه دخلكو دستر جشن په توګه پيژندل كیږی .
دنوروز اخترجشن له ډير پخوا راهسې تراوسه په نړۍ كښې دايرانيانو دانسان دوستۍ او ددوستۍ دڅرنګوالی ديوه جشن په توګه پيژندل شوی دی .
ټاكل شوی ده چې د۱۳۹۰ هجری لمريز كال د وږی د مياشتې په لومړۍ ورځ چې د مارچ د مياشتې له ۲۱ نیټې سره سمون خوری په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو په مركز كښې هم د نوروز اختر ځانګړی دستورې ترسره شی.
713217