IQNA

د‎ ‎ايران ولسمشر‎ ‎ښاغلی احمدی نژاد په نوروز كښې د شلو هيوادونو د استازيو كوربه دی ‏

23:01 - March 14, 2011
د خبر لمبر: 2095899
سياسی ډله: د ايران ولسمشر د نوی هجری لمريز كال د پيليدا په وخت د نړۍ د شلو هيوادونو د لوړرتبه استازيو كوربه دی.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تاجكستان او افغانستان فارسی ژبې هيوادونو لوړ رتبه استازی به د ‏روان كال د نوروز اختر په جشن كښې ګډون وكړی چې د ايران په جنوب كښې د فارس ولايت په مركز شيراز كښې ترسره كیږی.‏
په دغه جشن كښې به چې د روان ميلادی كال د مارچ د مياشتې له ۲۶ تر اتو ويشتمې نیټې پورې جوړیږی د تركمنستان، اذربايجان ‏جمهوريت ، قيرغيزستان ، عراق ، البانيا او تركیې په شمول د نورو هيوادونو استازی هم ګډون ولری .‏
دملګروملتونو عمومی ټولنې دتير ميلادی كال دفرورۍ دمياشتې په ۲۳ نیټه ديوه پريكړه ليك په تصويبولو سره نوروز ديوې نړيوالې ‏پیښې په توګه په رسميت وپيژند .‏
دنوروز اختر جشن ددنيا په څه دپاسه لسو هيوادونو كښې په رسمی او دنړۍ په څلویښتو هيوادونو كښې په نيمه رسمی توګه دخلكو ‏دستر جشن په توګه پيژندل كیږی .‏
دنوروز اخترجشن له ډير پخوا راهسې تراوسه په نړۍ كښې دايرانيانو دانسان دوستۍ او ددوستۍ دڅرنګوالی ديوه جشن په توګه ‏پيژندل شوی دی .‏
ټاكل شوی ده چې د۱۳۹۰ هجری لمريز كال د وږی د مياشتې په لومړۍ ورځ چې د مارچ د مياشتې له ۲۱ نیټې سره سمون خوری ‏په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو په مركز كښې هم د نوروز اختر ځانګړی دستورې ترسره شی.‏
‏713217‏
captcha