IQNA

14:28 - March 15, 2011
د خبر لمبر: 2096413

په ليبيا كښې د اسلامی بشر دوستانه فعاليتونو د غږ ملولو دفتر پرانيستل شو.

بين المللی ډله: د اسلامی كانفرنس سازمان د ليبيا د ختیځ په بنغازی ښار كښې كوم چې په كړكيچنو حالاتو او د يوې سترې انسانی غميزی په درشل كښې پروت دی، د اسلامی انساندوستانه مرستو د فعاليتونو غږ ملونكی دفتر پرانيستل شو.

د اردن چاپ الدستور ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی كانفرنس سازمان چې مقر ئې د عربستان په جده ښار كښې دی، د يوې بيانیۍ په خپرولو سره اعلان وكړ : ددغه دفتر افتتاح د سرې مياشتې د بين المللی سازمان د اسلامی كمیټې په غږملتيا سره بڼه نيولې ده.
په دغه بيانيه كښې د انسان دوستانه فعاليتونو ددغه ځانګړی دفتر د جوړولو هدف، په ليبيا كښې د انسانی حالاتو د بدلونونو په اړه د اطلاعاتو راغونډول او د حالاتو او شرائطو د روښانه او په ډاګه كولو له پاره د خصوصی رپورټونو وړاندې كول او همداراز د زيانمنو سيمو د اړتياوو د اندازې څیړل اعلان شوی دی.
763514
captcha