د اردن چاپ الدستور ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی كانفرنس سازمان چې مقر ئې د عربستان په جده ښار كښې دی، د يوې بيانیۍ په خپرولو سره اعلان وكړ : ددغه دفتر افتتاح د سرې مياشتې د بين المللی سازمان د اسلامی كمیټې په غږملتيا سره بڼه نيولې ده.
په دغه بيانيه كښې د انسان دوستانه فعاليتونو ددغه ځانګړی دفتر د جوړولو هدف، په ليبيا كښې د انسانی حالاتو د بدلونونو په اړه د اطلاعاتو راغونډول او د حالاتو او شرائطو د روښانه او په ډاګه كولو له پاره د خصوصی رپورټونو وړاندې كول او همداراز د زيانمنو سيمو د اړتياوو د اندازې څیړل اعلان شوی دی.
763514