IQNA

14:28 - March 15, 2011
د خبر لمبر: 2096417

د سياسی اصلاحاتو د رامينځته كولو له پاره د عربستان د شيعه علماو غوښتنه

بين المللی ډله: د عربستان د احسا او قطيف په شيعه ميشتو سيمو كښې يو شمير شيعه عالمانو د شيعه مسلمانو مظاهره كونكو په لور د امنيتی ځواكونو ډزې كول وغندل او په عربستان كښې د سياسی اصلاحاتو د اجرا كولو غوښتونكی شول.

د راصد د خبری چينل په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د عربستان شيعه عالمانو، په قطيف او احسا ښارونو كښې د هغوشيعه مظاهره چيانود پر امنه او سوله ايزې راغونډيدنې پر خلاف چې د سياسی اصلاحاتو د اجرا او د شيعه زندانيانو د آزادولو غوښتونكی وو، ددغه هيواد د امنيتی ځواكونو له خوا ترهجن اقدام وغنده.
د عربستان په قطيف ولايت كښې د اربيعيه ښارګوټی د جمعې خطيب عبدالكريم الحبيل په قطيف كښې د مظاهره كونكو په لور د عربستان د امنيتی ځواكونو د ډزو د غندلو په ترڅ كښې د هير شويو قيديانو يعنی د هغو شيعه بنديانو كوم چې له ١٦كالو راهيسې د يو امريكائی كيمپ د چاودولو په تور په جيل كښې دی، د ژر تر ژره آزادولو غوښتونكی شو.
دوی په دوام كښې د عربستان له حكومته وغوښتل چې ددغه هيواد د خلكو د مطالبو او غوښتنو ځواب دې وركړی او د اعتراض كونكو په وړاندې دې له وسلې نه كار اخيستل پریږدی.
763407
captcha