IQNA

په بلجئيم كښې د اسلامی اقتصاد د كار پوهانو د مركز جوړيدنه.

13:41 - March 17, 2011
د خبر لمبر: 2097272
بين المللی ډله:د اسلامی اقتصاد د كار پيژاندو مركز(Isfin) د اسلامی اقتصاد د كارپوهانو د وړومبی نړيوالې شبكې په توګه په بيلجئيم كښې د پنځلسو حقوقی موسسو له خوا جوړ شو.
د «Trends.rnews» د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: ددغه مركز د جوړولو هدف د اسلامی اقتصاد په زمينه كښې د غوره تجرباتو د تبادلې په موخه د متخصصانو د يوې شبكې رامينځته كول او د سيمې په بازارونو كښې له هغو څخه استفاده ده.
ددغه مركز وړومبۍ غونډه به د راتلونكی غوی په مياشت كښې په لوكزمبرګ كښې تر سره شی او په نزدې راتلونكی كښې به ددغه مركز نوې څانګه په مينځنی ختیځ كښې تقريبا د شپيتو غړيو په ګډون سره خپل فعاليت پيل كړی.
ددغې طرحې د مسولانو په وينا د اسلامی اقتصاد په زمينه كښې په فعالو هيوادونوكښې پانګونې ته د حكومتونو او سرمادارانو جذبول به د اسلامی اقتصاد د كارپوهانو د مركز له فعاليتونو څخه وی.
763913
captcha