IQNA

د سعودی او بحرين واكمنان به ژر يا پس د مبارك په شان برخليك سره مخامخ شی

15:52 - March 18, 2011
د خبر لمبر: 2097420
سياسی او ټولنيزه ډله: ظالم ډيكټاټوران او د هغوې څرګند او پټ ملاتړی د خلكو دارادې او غوښتنو په وړاندې له تسليميدو پرته بله لار نه لری، او ژر يا پس به د بن علی او مبارك په شان د پرزيدلو ډيكټاټورانو په شان برخليك سره مخامخ شی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د قم د څانګې د رپورټ له مخې:په دغه بيانيه كښې راغلی دی چې په يو شمير مسلمانو هيوادونو كښې نن سبا روانې دړدونكې پیښې په تيره بيا د بحرين د خرڅ شويو واكمنانو په لاس د بحرين د شيعه مسلمانانوبې رحمانه وژله هغه هم د آزادۍ او له كلونو راهيسې د خپلو پائمال شويو حقوقو د غوښتلو په جرم، هغه ترخې او ناوړه پیښې دی چې نه يوازې د نړۍ د مسلمانانو بلكې د په ټول عالم كښې ئې د لكونو آزادی غوښتونكو انسانانو زړونه او وجدانونه رنځولی دی.
ددې بيانیۍ په دوام كښې راغلی دی: ددغو جنايتونو د تريخوالی اوج او لړزونكی قتل عام هغه وخت دی چې د بحرين له ظالمو واكمنانو نه علاوه د سيمې د يو شمير نورو لاس پوڅو او ډيكټاټورو واكمنانو خونړی لاسونه هم ددغه هيواد د بې ګناه شيعه مسلمانانو په پاكو وينو باندې ككړ شوی او ددغو هيوادونو جنايتكاره مشران په څرګند او د ټولو بين المللی اصولو پر خلاف دخالت او په دغه هيواد باندې په لښكر كشۍ سره د اعتراض كونكو په ځپلو لاس پورې كړی او پخپله شرمناكه او توره كارنامه كښې ئې يو بل داغ زيات كړی دی.
765389
captcha