IQNA

په سيمې كښې د انقلابونو روحيه اسلام غوښته او عدالت غوښته ده

17:31 - March 18, 2011
د خبر لمبر: 2097426
سياسی ډله: د نګهبان شورا مشر نن د دې كال د اخرنۍ جمعې په خطبې كښې په وويل: په سيمې كښې د انقلابونو روحيه اسلام غوښته او عدالت غوښته ده
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، د تهران د جمعې لمانځه خطيب په سيمه كښې ولسی حركتونه اسلام او عدالت غواړی وبلل او دسعودی عربستان دپوځيانو او دفاسدو واكمنانانو په لاس دبحرين دمسلمانو خلكو په شمول یې دمسلمانونه وژله وغاندله .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب ايت الله احمد جنتی دغه راز په دې خبرې سره چې امريكا په سيمه كښې په بيلابيلو جنايتونو كښې لاس لری وويل دامريكا حكومت په سيمه كښې دوينو دتويدو مسوله ده .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب دغه راز دبحرين دخلكو وژله يوه بوږنونكی پیښه وبلله او ډاګينه یې كړه دبحرين خلك چې څه پاسه اويا فيصده یې شيعه مسلمانان دی ددې لپاره چې حقونه یې په تيرو دوو سوو كلونو كښې دددغه هيواد دواكمن رژيم په لاس ضايع شوی د مظاهرو لپاره واټونو ته راوتلی دی .
ايت الله جنتی دانقلابيانو دځپلو لپاره په بحرين كښې دسعودی عربستان او متحده عربی اماراتو دپوځی لاسوهنې دعلت په باره كښې وويل هغه وخت چې په بحرين واكمن رژيم دخلكو په وړاندې دماتی په درشل كښې وو له سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو ریې وغوښتل چې په بحرين لښكر كشی وكړی .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب دغه راز له ټولو مسلمانانو، اسلامی علماو ، اسلامی كانفرنس موسسې او داسلامی هيوادونو له مقاماتو وغوښتل دبحرين له خلكو سره مرسته وكړی چې هغوې خپل حق ترلاسه كړی .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب په ليبيا كښې ولسی حركتونو ته هم اشاره وكړه او ویې ويل دليبيا پرضد پريكړه ليك تصويبيدل دديكتاتور قذافی رژيم دعواملو لخوا دليبيا دخلكو دوژلې مخه نشی نيولای .
دتهران دجمعې لمانځه خطيب دغه راز دجاپان زلزله ورانونكی وبلله او له ټولو یې وغوښتل چې له تاوان ليدلو خلكو سره په مرستې كښې دجاپان له حكومت سره مرسته وكړی .

765504
captcha