IQNA

اسلام غوښتنه او عدالت او انصاف طلبی د سيمې په خوزښتونو باندې واكمن روح دی.

20:25 - March 18, 2011
د خبر لمبر: 2097438
سياسی ډله: د ايران د شورای نګهبان منشی نن د تهران د ١٣٨٩ كال د وروستۍ جمعې د لمانځه په دوئمه خطبه كښې اسلام غوښتنه او عدالت او انصاف طلبی د سيمې په خوزښتونو باندې واكمن روح وباله.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې د شورای نګهبان منشی آيت الله احمد جنتی نن د تهران د جمعې د لمانځه په دوئمه خطبه كښې د نوروز د اختر د شپو ورځو د رارسيدو په مناسبت د مباركۍ په وئيلو سره زياته كړه: زه سپارښتنه كوم چې د ډرائيونګ د اصولو د خيال نه ساتلو او د ځينو دينی مسائلو د هيرولوپه شمول له هغو كارونو څخه چې ددې اختر د سپيره كيدو سبب كیږی له تر سره كولو نه ډډه وكړئ.
دوی زياته كړه: قرآن، احاديث او روايات زمونږ مخې ته پراته دی او په كار دی چې ددغو سرچينو په بنياد خپلې دندې تر سره كړو او په تيره بيا له منكر يعنی بدو كارونو څخه د خلكو منعه كول هير نه كړو.
جنتی د خپلو ويناوو وروستۍ برخه بهرنيو مسائلو ته بيله كړه او وئې وئيل: دغه انقلابی خلك عدالت غواړی او اسلام غوښتونكی دی. ددغو خوزښتونو روح اسلام او انصاف غوښتنه ده او د خدای تعالی (ج) په غوښتنه ئې په يو وخت په څو اسلامی هيوادونو كښې بڼه نيولې ده او انشاالله چې دغه حركتونه به د امريكې له پولو هم واوړی ځكه چې امريكه د ورانيدو په حال كښې ده او په ټولو ډګرونو كښې د ماتې سره مخامخ ده.
765511
captcha