IQNA

15:45 - March 20, 2011
د خبر لمبر: 2097691

په ايران كښې استوګن بهرنی طلبه نن په قم كښې لاريون تر سره كوی.

سياسی او ټولنيزه ډله: په قم كښې استوګن غير ايرانی طلبه نن د بحرين او عربستان د واكمنانو د جنايتونو په اعتراض كښې لاريون كوی.

د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د قم د څانګې د رپورټ له مخې: په قم كښې استوګن له ١٠٠ نه د زياتو مختلفو قومونو زده كونكی به نن د كب د مياشتې په ٢٩ نیټه يعنې د ١٣٨٩ لمريز كال په وروستۍ ورځ د قم د حجتيه مدرسې مخې ته د يو لړ مظاهرو په جوړولو سره د بحرين د واكمنانو له جنايت نه ډك اقدامات او له دغو اقداماتو څخه د امريكې او اسرائيلو حمايتونه په كلكه وغندی.
يادونه كیږی چې پرون هم د بحرينی، حجازی او د يو شمير نورو هيوادونو د طلباو له خوا ددغه مدرسې په جومات كښې د بحرين د شهيدانو د ياد د نمانځلو مراسم تر سره شوی وو.
په تهران كښې د عربستان او د بحرين د سفارت خانو مخې ته د غير ايرانی زده كونكو مظاهرې تر سره كول د بحرين د خلكو په بوږنونكې وژلې باندې په اعتراض كښې ددغو طلباو نور اقدامات دی.
:765692
captcha