د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د خراسان رضوی د څانګې د رپورټ له مخې د كاشمر امام جمعه حجت الاسلام سيد قاسم يعقوبی د دې جمعې د نمانځه په خطبو كښې ددې مطلب په بيانولو سره ووئيل: هر هغه كار چې انسان ئې د خدای د رضا له پاره تر سره كړی د خوشالۍ وړ دی.
دوی دې ټكی ته په اشارې سره چې د نوروز په ورځو كښې په كار دی دا خيال وساتو چې زمونږ خوشالۍ الهی بڼه ولری او د الهی موضوعاتو له پاره خوشالی وكړو زياته كړه: د داسې يو موسم تقاضه او غوښتنه د طبيعت او فطرت په ټولو اجزاو كښې د خوښۍ، نشاط او ودې غوښتنه ده او مونږ هم ددغه طبيعت د غړيو او اجزاو د يوې برخې په توګه د دې الهی كلی قانون نه مستثنی نه يو.
:765534