IQNA

ايت الله خامنه ای: د بحرين مسئلی كې د شيعه او سنی خبره مطرح كول د امريكې لوی خدمت دی

17:46 - March 22, 2011
د خبر لمبر: 2097834
سياسی ډله: د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود ټينګار وكړ چې د ايران نوروز د اسلام په لور د حركت لپاره له غنيمت ډك فرصت دی او د سيمه بدلونونو ته په اشارې سره وويل چې د بحرين مسئلی كې د شيعه او سنی خبره مطرح كول د امريكې او اسلامی امت دښمنانو لوی خدمت دی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای د۱۳۹۰ هجری لمريز كال په لومړی ورځ پرون په سپیڅلی مشهد ښار كښې د حضرت امام رضا عليه السلام د زيارتوالو په ټول كښې وويل ايرانی نوروز داسی فرصت دی چې د ايران ټول خلك او د نورو هيوادونو مسلمانان چې نوروز اختر پيژندی او لمانځی یې له دغه ورځ او مناسبت د اسلامی حركت په لور ښه استفاده وكړی.
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود د خپلې وينا په ځينو برخو كښې د سيمې وروستيو بدلونونو ته اشاره وكړه او ټينګار یې وكړ د سيمې د خلكو اسلامی حركتونه به په پريكنده توګه بريالی شی او په سيمه كښې به د امريكا د ماتيو د لړۍ دوام وموندی.
هغه حضرت وفرمايل د مصر، تيونس، ليبيا او بحرين وروستې پیښې ډيرې مهمې دی او په دغه اسلامی او عربی سيمه كښې بنيادی بدلونونه د رامينځته كيدا په حال كښې دی چې د اسلامی امت د بيدارۍ نخښه ده.
حضرت ايت الله العظمی خامنه ای زياته كړه هغه څه چې په تيونس ، مصر او نورو هيوادونو كښې یې خلك ميدان ته وروكاږل دهغوې د انسانی كرامت او عزت مسله وه ځكه چې غرور یې دظالمو واكمنانو په لاس داغی شوی وو .
دايران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله خامنه ای دسيمې دبدلونونو په باره كښې دايران داسلامی جمهوريت ددریځ په اړه وفرمايل دسيمې په مسايلو كښې دايران داسلامی جمهوريت روښانه او ډاګه دریځ له ديكتاتورانو سره مخالفت او دمظلومو او مسلمانو ملتونو دحقوقو دفاع ده .
حضرت ايت الله العظمی خامنه ای د سيمې د بدلونونو په وړاندې د امريكا او لويدیځو هيوادونو كړچار ناوړه او له خباثت ډك و باله او ټينګار یې وكړه هغه حركت چې په سيمه كښې پيل شوی دی داسلامی امت او داسلامی هدفونو په لور حركت دی او دخدای پاك له ژمنې سره سم به په پريكنده توګه برياليتوب ته ورسیږی .
765923
captcha